ټولنيزې ليکنې

د ټوکو ټکالو او توهین روانپوهنه:

لیکوال: هارون سمون

په روسي ژبه کې یوه معقوله ده«په هره ټوکه کې یو څه واقعیت شته» یانې هره ټوکه بې څه نده. زموږ د خلکو دا ډېر بد عادت دی؛ خصوصاً یو شمېر افغانان په مجلسونو کې دا کار ډېر کوي. مثال یو ملګری په ټوکه کې بل ته داسې خبره وکړي چې مطلق توهین پکې وي، بیا د ځان دپاره یوه دفاعي لایه جوړه کړي او ووایي ټوکه مې وکړه، ترڅو مسله جنجال ته لاړه نشي او یوازې هغه شخص چې ټوکه پرې شوې له رواني زجر سره مواجې شي. په حقیقت کې یې یا عمداً غوښتل د مقابل کس توهین وکړي یا اشتباهاً.

که ته اشتباهاً داسې ټوکې کوې چې خلک درڅخه خپه کېږي او بیا بښنې غواړې دا هم ستا خپل شخصیت ته سپکاوی دی هم د هغه بل شخص توهین او خپګان. دا ډول ټوکې که دوې لحظې مجلس کې خلک وخندوي خو د دې باعث کېږي، چې له تاسره د خلکو کرکه پیدا شي او فاصله درڅخه واخلي.

ټوکې ټکالې ډېرې ښې دي د ژوند او مجلس دپاره؛ خو که ټوکې مجلس کې د یو چا د توهین او ذهني شکنجې لامل کېږي تر داسې ټوکو نه ټوکې ښې دي؛ ځکه انسان تر هرڅه مهم دی.

ولې افغانان معمولاً مجلسونو کې جنګ او جنجال کوي؛ ځکه دغسې عقدې د خلکو ذهن کې له مخکې موجودې وي. کس د ټوکو په نوم توهینونه تحمل کړي وي، عقدې یې دننه جمعه شوې وي مازې بهانه غواړي د جنګ او فزیکي برخورد دپاره. په دغسې جنجالونو کې دواړه لوري ملامت دي، یو چې د ټوکو په نوم توهین کوي او بل چې توهین تحمل کوي او بیا جنګ ته آمادګي نیسي.

که ته توهین‌آمیزه ټوکې نکوې او نور کله کله داسې ټوکې درباندې کوي چې توهین پکې پټ وي او بیا بښنه درنه غواړي. په همغه مجلس کې په ډېر جرأت سره او پرته له احساساتي کېدو او جنجال ورته ووایه چې دا ډول ټوکه تاته د منلو وړ نده، هیله ده مه یې تکراروه ترڅو زموږ د خپګان باعث نشي.

که ته دا مسله همغه مجلس کې حل نکړې ستا په زړه کې پاتې کېږي او د ژوند د نورو ستونزو ترڅنګ یو اضافي ذهني بار مجبور یې یوسې. ته به ډېره ځله له داسې وضعیت سره مواجې شوی وې چې چاته دې ځواب نه وي ورکړی او له مجلس راوتلی وې او په زړه خوراک اخته شوی وې. که د نورو د خبرو له وجې ستا دا ډول زړه‌خوراک دوامداره شي دا ستا عادت کېږي چې د صبر او تحمل په نوم د خلکو توهینونه منې او همېشه دننه په یو پټ درد مبتلا وې، چې یوازې ته یې حسوې او هېڅوک نپوهېږي چې ستا دننه څه دي.

انسانان ستا دپاره نشي تغیرېدی؛ د خلکو ټوکې ټکالې به دوام ولري ته که خپله ستونزه حل نکړې له خلکو سره، همېشه به دننه ویجاړ وې.

د دې مانا دا نده، چې سر له سبا مجلس کې له خلکو سره جنجال شروع کړه او له ټوکو یې منعه کړه. دا کولی شي ستا اړیکې مختل کړي، دا د حل لاره نده. د حل لاره دا ده، که ته یو شمېر ټوکې او خبرې نشې تحمل کولی، په شخصي ژوند کې یې دخالت او د ځانو توهین او تحقیر یې بولې او وروسته له مجلسه تا ته رواني شکنجه درکوي؛ نو دا مسله له ملګرو سره حل کړه. دوی ته ووایه، چې دا ډول ټوکې ټکالې او خبرې زه نشم منلی او کولی شي زما اړیکې له تاسو سره خرابې کړي. دا د جنجال خبره نده دا په ښه شکل حلیدی شي؛ ځکه ستا ملګری ستا له ناخودآګاه ندی خبر، چې کومه خبره او څه ډول ټوکه تا ځوروي؛ نو ستونزه د هغوی نده، چې ټوکې کوي ستونزه ستا ده، چې نشې کولی خپله مسله له خلکو سره حل کړې. په زړه کې کرکه ساتل تا دننه څخه خوري او بل ته هېڅ ضرر نشې رسولی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم وګورئ
Close