۱۴۰۵ لمریز کال

Mega Menu
Breaking

داخلیت پۀ شاعرانه تناظر کې: یوه سرسرې تبصره



لیکوال: نظم الدین ندرت

سارتر د وجودیت په بنیاد انسان ته د نیستۍ او جهان ته د هستۍ نوم ورکوي هغه ځکه چې دای وایي انسان اګاهي ده او اګاهي یوه کامله خلا ده ، ځکه چې د جهان د ټولو پدیدو انځورونه د انسان په ذهن کې په اګاهۍ بدلیږي ، نو ذهن د شاو خوا پرتو څیزونو اګاهي ده او انسان د هستۍ د پدیدو شهود دی، نو که چرته دغه څیزونه او معاشراتي ګڼ انځورونه نه وي د انسان ذهن یوه خلا ده چې هیڅ هم نه لري او یواځې د څیزونو د را پیدا کولو په هڅه کې دی . نو ذهن خلا ده چې بیروني مادې را پیدا کوي، انسان عدم په جهان کې شاملولی شي ، انسان کولای شي خپل شاو خوا جهان بدل کړي بل شکل او بل ډول ورکړي ، طبیعت تغیرولی شي، د ځان لپاره د انسان د جهان شکل تغیرول دوه ټکي را پیدا کولای شي یو دا چې خپله بیروني نړۍ څنګه د ژوند کولو لپاره جوړه کړي د یو کور ودانۍ په کومې نقشې جوړه کړي، د خپل ځان لپاره طبیعت څنګه را مصنوعي کړي ؟ دا هرڅه د انسان د خارجي یا بیروني نړۍ د ضروریاتو نوم دی. خو کومه خلا چې سارتر یاده کړې هغه د انسان د ذهني ایمیج نوم دی مونږ که تخیل تعریفوو هم نو د ګڼو معاشرتي انځورونو د مجموعي نوم ورکوو کوم ته چې سارتر د اګاهۍ نوم ورکړی، کله چې ذهن د معاشرې د ګڼو انځورونو د البوم نوعیت پیدا کړ هغه ته د شعر عالمانو د تخیل نوم ورکړ او شعر یې د تخیل د بیان ژبه یاده کړه ، شعر ته د مخیل کلام نوم ورکړل شو، کله چې شعر مخیل کلام یاد شو د انسانانو ګډو خیالاتو او نفسیاتي مشاهداتو ته د لیدلو یوه دریڅه خلاصه شوه او دا داخلیتintroversion د شاعرانه صلاحیت تر ټولو بنیادي ټکی وښودل شو، انسانان که له یوې خوا د خارجیت د ګڼو منظرونو ګډې مشاهدې له ځان سره لري له بلې خوا ګډ نفسیاتي مشترکات هم لري کوم هغه څه چې د نفسیاتو په زمره کې اهم رول لوبوي هغه احساس او عاطفه ده ، اوس راځو د یو شاعر د شعر د لیک پس منظر ته یو شاعر د خارجیت په تاثر کې د داخلیت ترجمان دی، انسان له خارجیت نه یو یو انځور د ذهن خلا ته ور سپاري او بیا یې بیرته متخیل کوي په لفظونو یې سیقل کوي او تر سماعتونو یې د رسولو هڅه کوي . که زه د یو شاعر د خارجیت یا بیروني نړۍ خبره کووم هغه به د هغه شاوخوا پراته منظرونه وي لکه چې محمود ایاز په یو شعر کې وایي
نه یم خبر چې آخر زه د کوم لذت لپاره
لاس تیروم ، د ستومان کور په دیوالونو باندې

اوس که د پورته شعر پیش منظر وکتلای شي ګورو چې شاعر د یو کور په دیوالونو لاسونه وهي د کور دیوالونه د شاعر یوه بیروني مشاهده ده خو د کور ستوماني د شاعر د اندرون یو بیل کیفیت دی کوم ته چې مونږ یواځې او یواځې د عاطفۍ نوم ورکولای شو. دلته شاعر یواځې خپل سوز او ګداز ته ندی تم شوی بلکې یو لوستونکی یې هم په خپل احساس او عاطفه کې له ځان سره شریک کړی ، شاعر د یو کور دیوالونو ته غوږ دی او دغه دیوالونه ورته د محرومیتونو او ستومانه ورځو او شپو کیسې کوي ، د غربت ، لالهاندۍ، بیزارۍ او ګڼو ډيرو تیرو شوو کړاونو زمزمې کوي نور دغو کیسو ته په غوږ نیولو نیولو د کور په دیوالونو لاس را تیروي ، دلته که مونږ وګورو چې شعر کې شاعر خپله عاطفه څنګه د یو لوستونکي لپاره څرګنده کړې او یو لوستونکی یې څنګه یو اذیت ناک لذت ته درولی ، تاسو به دا تجربه کله هم کړې وي . کله چې مونږ کلونه پس یو داسې کور یا کوم بل ځای ته لاړ شو چرته چې مونږ کلونه، کلونه عمر تیر کړی وي بیا تاسو وګورئ چې ستاسو عاطفه تاسو له کومو اذیتونو را تیروي ، دا همدا اذیت دی چې شاعر په پورته شعر کې را انځور کړی، عاطفه د شعر جوهر دی لکه څنګه چې هنداره هم ځان ته خاص یو ډول جوهر لري چې هر سړی ورکې خپل ، خپل ځان لیدلای او کتلی شي خو که چرته له شعر څخه عاطفه لرې شي لکه له هندارو چې د هغې هغه جوهر لرې شي نو کله چې له آئینې جوهر وتراشل شي نو بیا ورکې خلک ځان نشي لیدلای بلکې یواځې د یوې شیشې غوندې یې تر شا پراته منظرونه لیدلای شي،
هیوم منطق د عواطفو بنده ګڼي د مینې د تصمیم ټول واک عواطفو ته ورسپاري ، او د مینې بیناد په احساس feeling ولاړ ګڼي ،
د میرزا غالب یو شعر دی
دل هی تو هی نه سنګ و خشت، درد سی بهر نه ائی کیو
رویی ګی هم هزار بار، کوئی همی ستانه کیو

غالب زړه د عواطفو په بنیاد له کاڼو سره بیلوي درد ، الم، کرب، اذیت، اضطراب او خوښي دا ټول ګډ نفسیاتي انساني کیفیتونه دي چې عاطفه یې په خپله غیږه کې را نغاړي د یو شاعر لپاره حسن هغه څه دی چې عواطف یا ورنه شاعرانه کیږي یا د ارټ هنرونو ته ور ولیږي. حسن عواطف را پاروي او عواطف د انساني هنرونو د تخلیق وجه کیدلای شي.
خو دا عواطف په هر بیل ځای کې په بیل بیل ډول ځان را څرګندولی شي که مونږ د یو مړي په سر مرثیو ته غوږ شو هغه څه به ورنه واورو چې زمونږ عواطف هم را وپاروي.
که چرته یو کس د یو مړي په سر وژاړي او مرثیې ورباندې و نه وایې دا به دومر اغیزه و نه لري لکه څنګه چې د یو مړي په سر مرثیې ویل کیږي ځکه چې هغه مرثیې د عواطو د بیان ژبې دي کوم چې مونږ ته هم ژړا راکولای شي، همداسې دا عواطف دي چې په بیل بیل ځای کې ډول ډول د انسانانو په ګډ نفسیاتي تناظر کې خپلې اغیزې لري .

Share this article