
پخوا به په بانکونو کې د ورځې په ځانګړو وختونو او د اوونۍ په ځانګړو ورځو کې د پیسو د اېښودلو، ایستلو او یا د بانکي مسودې (Demand Draft) د جوړولو لپاره اوږدې لیکې او ډېر انتظار یوه عادي خبره وه. خو نن سبا د بانکونو وضعیت ډېر بدل شوی دی. اوس خلک کولی شي په خپل مناسب وخت کې پیسې وباسي او یا یې جمع کړي. که د یو کس بانکي حساب د هند په یوه ښار کې وي، نو هغه کولی شي د هېواد له هرې سیمې څخه بانکي راکړه ورکړه ترسره کړي. د بانکدارۍ په برخه کې ځینې نوي پرمختګونه په لاندې ډول دي:
(الف) ټیلیفوني بانکداري (Telebanking)
په دې سیستم کې بانک مشتری ته یو ځانګړی پټ شمېر (Password) ورکوي چې T-PIN (Telephonic Personal Identification Number) بلل کېږي. د همدې شمېرې په وسیله مشتری کولای شي د ټیلیفون له لارې خپل بانکي حساب ته لاسرسی ومومي او د پیسو ایستلو، د بانکي مسودې د صادرولو او نورو بانکي خدمتونو په اړه لارښوونې ورکړي.
همدارنګه، مشتری د خپل ګرځنده ټیلیفون له لارې هم خپل حساب ته لاسرسی موندلی شي او اړوندې لارښوونې صادرولی شي. بانک هم کولی شي د ټیلیفون یا موبایل له لارې مشتری ته د نویو بانکي سکیمونو، فرصتونو، وروستیو نېټو او نورو مهمو معلوماتو خبر ورکړي.
(ب) انټرنیټي بانکداري (Internet Banking)
دا هم یوه بله اسانه لاره ده چې له لارې یې مشتری خپل بانکي حساب ته لاسرسی پیدا کوي او اړوندې لارښوونې ورکوي. انټرنیټي بانکداري د مشتری کار ډېر اسانه کوي، ځکه هغه کولی شي هر وخت، له هر ځایه او هر څو ځله چې وغواړي خپل حساب وګوري.
مشتری یوازې خپل پټ رمز (Password) کاروي او د کور یا بل هر ځای څخه د خپلو بانکي معاملو معلومات ترلاسه کوي.
(ج) د ATM ماشین
ATM (Automated Teller Machine) یا اتومات نغدي ورکولو ماشین د بانکدارۍ په صنعت کې ورځ تر بلې ډېر مشهور کېږي. ATM یو کمپیوټري ماشین دی چې د بانک ډېری ورځني خدمات ترسره کوي.
دا ماشین د مقناطیسي پلاستیکي کارت په وسیله، چې ATM کارت بلل کېږي، کار کوي. مشتری خپل ATM کارت ماشین ته دننه کوي او د خپل PIN (Personal Identification Number) په داخلولو سره کولی شي:
پیسې وباسي؛
پیسې جمع کړي؛
د خپل حساب پاتې شونی (Balance) وګوري؛
د وروستیو ۵ یا ۱۰ معاملو لنډ راپور (Mini Statement) ترلاسه کړي.
پخوا مشتری یوازې د خپل بانک ATM کارولی شو، خو اوس ډېری بانکونو له یو بل سره تړونونه کړي دي، نو مشتریان د هغو بانکونو ATM هم کارولی شي چې په هغوی کې حساب نه لري، خو د دوی بانک ورسره تړون لري.
(د) ډیبیټ کارت (Debit Card)
ډیبیټ کارت یو برېښنایي کارت دی چې د پیسو د ورکړې پر مهال په اسانه کارول کېږي. دا کارت هغو مشتریانو ته ورکول کېږي چې په بانک کې جاري (Current) یا سپما (Savings) حساب ولري.
د دې کارت لرونکی کولی شي په بېلابېلو پلورنځیو او سوداګریزو مرکزونو کې د توکو او خدماتو د اخیستلو لپاره له کارت څخه ګټه واخلي. د کارت لرونکی یوازې د خپل بانکي حساب تر موجوده پاتې شوني پورې مصرف کولی شي.
دا کارت د ATM په ماشینونو کې هم د ATM کارت په څېر کارول کېږي.
(هـ) کریډیټ کارت (Credit Card)
ځینې بانکونه کریډیټ کارتونه هغو اشخاصو ته هم ورکوي چې کېدای شي په هماغه بانک کې حساب ولري یا ونه لري.
بانک د کارت له ورکولو مخکې د شخص مالي اعتبار (Creditworthiness) ارزوي. د کریډیټ کارت لرونکی کولی شي په بېلابېلو پلورنځیو کې د توکو او خدماتو د اخیستلو لپاره له دې کارت څخه استفاده وکړي.
بانک د کارت لپاره یو ټاکلی کریډیټ حد (Credit Limit) ټاکي، چې تر هغې اندازې پورې کارت لرونکی پیرود کولی شي.
بانک په ټاکلو وختونو کې د ترسره شوو معاملو راپور (Statement) صادروي، او کارت لرونکی باید د ټاکلې نېټې تر رسېدو مخکې خپل پور بانک ته بېرته ورکړي.
په دې ډول مشتری ته له ۱۰ څخه تر ۵۵ ورځو پورې د پور موده ورکول کېږي، چې دا موده د بانک او د معاملې د ډول له مخې توپیر لري.
که چیرې مشتری د ټاکلې نېټې مخکې پور ادا کړي، هېڅ سود (Interest) ترې نه اخیستل کېږي. خو که په وخت یې پور ورنه کړي، بانک پرې په لوړه کچه سود اخلي.
ډېری بانکونه د کریډیټ کارت د استعمال په بدل کې د انعام (Bonus) ټکي، او د کارت لرونکو او د کارت له لارې اخیستل شویو توکو لپاره د بیمې (Insurance) اسانتیاوې هم برابروي.
سربېره پر دې، د کریډیټ کارت لرونکی کولی شي د ATM له ماشین څخه نغدې پیسې هم وباسي.
لیکوال: خالد افغان





























