
لیکوال: دیدار الله څاروان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هر څوک کوښښ کوي چې د هېواد سيمې او نړۍ په هکله له تازه خبرونو او نوي راپورونو ځان خبر کړي ځکه چې د خبر اوريدل او حصول د هر انسان په خټه کې نغښتې موضوع ده او هر وګړى غواړي له ورځينيو پېښو په اړوند لازمه پوهه تر لاسه کړي.
په ورځيني ژوند او ټولنيزو شبکو کې ،کله چې له ملګرو سره مخ کېږٸ تر ټولو زياتې او تکراري پوښتنې همدا کېږي چې ” څه خبرې دي” ، څه نوې زړې ؟ ، نوي څه نه لرې! دا او دې ته ورته پوښتنې په دې دلالت کوي ،چې راپور او اطلاع رسونه د انسان روان سره ځانګړى تړاو لري نو ځکه د راپور او خبري رسنيو ارزښت هم په همدې کې نغښتى ښکاري.
راپور د لاتيني ژبې له Report کليمې څخه اخيستل شوى لفظ ده چې په فارسي ژبه کې ګزارش بلل کېږي او د خبري ژانرونو په ډله کې يو مهم تحقيقي ژانر ده چې د خبر په پرتله بشپړ، هر اړخيز او تفصيلي معلومات مخاطبانو ته وړاندې کوي، همدارنګه د خبر پرمختللې او بشپړې برخې ته هم راپور ويلى شو.
په يوه کره او پوره راپور کې بايد موضوع له بيلابيلو اړخونو وڅېړل شي، تر څو وکولى شي ټولنې ته اړين، ارزښتمن او د لېوالتيا وړ پيغام وړاندې کړي، همدارنګه په ريښتينولۍ او حقيقت ټيکاو ولري، يوه مسلکي خبريال يا ژورناليست ته اړينه ده چې په بې پرې توګه بيدون له کومې شخصي ګټې او بهرني فشار څخه د مسلکي ژورناليستيکو اصولو پر بنا راپور چمتو کړي او په ليکنۍ برخه کې د معيارونو پر بنسټ کره او منل شوى لېکدود وکاروي همدارنګه د سوژې په ټاکنه کې نوښتيز اړخ په پام کې ونيسي او کليشيي مو ضوع څخه ډډه وکړي ، د راپور ليکنې ژبه بايد ساده، عام فهمه او د معياري ګړدود پر اساس وي. په راپور کې ژوندۍ او مثبتې جملې وکارول شي ځکه چې دا ډول جملې پر مخاطبانو آغېز کوي او لوستلو ته يې هڅوي.
همدارنګه په راپور کې دقيق او راڼه وغږېږٸ يعنې که چېرې په راپور کې راښکون شتون ونه لري، تاسو د خپل مسلک پر اساس ارزښت او اعتبار ورکړٸ. روايت، کيسه او کرکټر په کې واچوٸ او د راپور نوعيت ته په کتو بګروند يې وټاکٸ، په راپور ويلو او ليکلو کې لکچر مه ورکوٸ ځکه چې لکچر په ناستو او غونډو کې د چا نه خوښېږي، تر څنګ يې په جملو کې داسې ژبه او ادبيات مه کاروٸ چې د نصيحت بوى ترې راوځي، د ځان ستاينې او امريه الفاظ مه راوړٸ لکه : وګورٸ يا د خپرونې تر پايه را سره پاتې شٸ ،مه وايٸ چې ډېره ښکلې خپرونه مې جوړه کړې ده ځکه چې ځان ستاينې په نورو ښې نه لګېږي. په راپور کې د شک او ترديد جملو څخه ځان وساتٸ چې په مخاطبانو کې د راپور اړوند شک پيدا کـېږي او په ريښتينولٸ يې باور کمېږي. په جملو کې فعل په خپله اصلي بڼه وکاروٸ او له غوږ سره بلدې کليمې انتخاب کړٸ تر څو مو راپور له نيمګړتياوو څخه ژغورلى وي.
لکه مخکې مو چې يادونه وکړه د راپور لپاره موضوع يا سوژه ټاکل خپل ځانګړى ارزښت لري او په دغې برخه کې د ژورناليست لپاره مسلکيتوب او تجربه ډېره مهمه ده اصلا عنوان راپور ته د لوستـونکي د ورماتولو په موخه راوړل کېږي.
ځيني لټ او غير مسلکي ژورناليستان د سوژې په ټاکنه کې ناغېړي کوي او ډېرى وخت تکراري موضوعاتو ته په خپل راپور کې انعکاس ورکوي چې دغه چار د راپورارزښت تر سوال لاندې راوړي او کړې خواري يې په اوبو لاهو کېږي. په هر حال څېړنه او په ځانګړې توګه راپور ليکنه کې ټولنيزه پوهه او مطالعه اړينه ده.
کله مو چې موضوع وټاکله او يا د اړوندې ادارې له لوري موضوع در کړل شوه، لمړى مو په ذهن کې مو برنامه ريزي وکړٸ او په مقدماتي مسايلو باندې کار تر سره کړٸ لکه د راپور د خاکې جوړښت، د لازمو معلوماتو ټولول، تحليل او تفسير او دې ته ورته نور کارونه.
راپو د جوړښت په اساس درې عمده برخې لري چې عبارت دې له مقدمه، بدنه او پايله.
لمړۍ برخه د راپور مقدمه يا لمړي پراګرافونه چې ليډ هم بلل کېږي او په اصل کې د راپور کلي نچوړ ده او بايد په داسې توګه وليکل شي چې د څوک، څه شي، څه وخت، چېرې، او ولې پوښتنې را ځواب کړي او يو ډول راښکون په کې پروت وي چې د لوستونکي لېوالتيا او پام ځان ته رواړوي.
دويمه برخه د راپور بدنه، تشريحي او معلوماتي برخه ده چې په دې برخه کې د موضوع څرنګوالى، د پېښې لاملونه او په دې اړوند د ښکېلو کسانو ويناوې، د مسلکي وګړو آندونه د سياستوالو خبرې او ويناوې څرګندېږي، همدارنګه د خبريال شخصي غوښتنې او تبصرې د راپور په اډانه کې ځاى نه لري تر څنګ يې د راپور په ليکنه کې داستاني ژبه ونه کارول شي او د سکالو په شاليد خبرې وشي.
دريمه برخه پايله ده، چې په دې برخه کې وړانديزونه، د حل لارې او په مناسبو جملو کې د راپور لمن رانغاړل کېږي.





























