Dhu Al-Hijjah 3 1447

هغه څه چې د ابوبکر صدیق رضی الله عنه او د فنحاس یهودي ترمنځ پیښ شوي

ژباړه: مفتي محمد نعمان مفکر

پوښتنه یې کوله چې ولې نبوت د دوی په منځ کې نه دی. هغوی پرېکړه وکړه چې پر دې عربي نبي ایمان و نهړي او ورسره دښمني پیل کړي، سره له دې چې د هغه د رښتینولۍ لپاره روښانه دلایل موجود وو. د اخر الزمان د نبي نښې او صفات چې یهودیان پېژندل، په محمد ﷺ کې موجود وو، او دا صفات په هغو پخوانیو کتابونو کې هم ذکر شوي وو چې لا تر اوسه نه وو تحریف شوي.

ابن تيمية رح ویلي دي: «ما د زبور په ځینو نسخو کې په خپله ولیدل چې پکې د محمد ﷺ د نبوت په نوم څرګنده یادونه شوې وه او بله نسخه مې هم ولیده چې پکې دا یادونه نه وه؛ نو دا ناشونې نه ده چې په ځینو نسخو کې د نبي ﷺ داسې صفات وي چې په نورو کې نه وي.»

او هغه دا هم ویلي دي: «دا خبرونه چې اهل کتاب د محمد ﷺ صفات په خپلو پخوانیو کتابونو کې پېژندل، د هغوی له لوري په پرله‌پسې او متواتر ډول نقل شوي دي.»

له سلمة بن سلامة بن وقش رضي الله عنه څخه روایت دی چې ویې ویل: ” كان لنا جار من يهود في بني عبد الأشهل، قال: فخرج علينا يوما من بيته قبل مبعث النبي صلى الله عليه وسلم بيسير، فوقف على مجلس بني عبد الأشهل، قال سلمة: وأنا يومئذ أحدث (أصغر) مَنْ فيه سِنّاً، عليَّ بردة (نوع من الثياب معروف) مضطجعاً فيها بفناء (مكان متسع أمام بيت) أهلي، فذكر البعث والقيامة، والحساب والميزان، والجنة والنار، فقال ذلك لقوم أهل شرك، أصحاب أوثان لا يرون أن بعْثاً كائن بعد الموت، فقالوا له: ويحك يا فلان، ترى هذا كائناً، أن الناس يُبعثون بعد موتهم إلى دارٍ فيها جنة ونار، يُجْزَوْن فيها بأعمالهم؟ قال: نعم والذي يُحلف به، لودَّ أن له بحظه من تلك النار أعظم تنور في الدنيا يحمونه، ثم يدخلونه إياه فيطبق به عليه، وأن ينجو من تلك النار غدا، قالوا له: ويحك وما آية ذلك؟ قال: نبي، ويُبعَث من نحو هذه البلاد، وأشار بيده نحو مكة واليمن، قالوا: ومتى تراه؟ قال: فنظر إليَّ وأنا من أحدثهم سِنّا، فقال: إن يستنفد (يذهب وينتهي) هذا الغلام عمره يدركه. قال سلمة: فوالله ما ذهب الليل والنهار حتى بعث الله تعالى رسوله صلى الله عليه وسلم وهو حي بين أظهرنا، فآمنا به، وكفر به بغياً وحسدا”  رواه أحمد.

ژباړه: زموږ لپاره د یهودو یو ګاونډی و په بني عبدالأشهل کې هغه یوه ورځ، د محمد ﷺ له بعثت څخه لږ مخکې، له خپل کوره راووت او د بني عبدالأشهل د خلکو مجلس ته ودرېد، سلمه وایي: زه هغه مهال د عمر له پلوه د مجلس تر ټولو کشر وم او پر ما یوه بُرده (د جامو یو ډول) وه او د خپل کور مخې ته پروت وم.
نو هغه (یهودي) د بیا ژوندي کېدو (بعث)، قیامت، حساب، میزان، جنت او دوزخ یادونه وکړه، دا خبرې یې داسې خلکو ته کولې چې مشرکان وو، د بتانو خاوندان وو او دا یې نه منله چې له مرګه وروسته به بیا ژوند وي.
نو هغوی ورته وویل: افسوس دې وي پر تا، ایا ته دا شی ممکن ګڼې چې خلک به له مرګ وروسته راژوندي کېږي او داسې ځای ته به ځي چې پکې جنت او دوزخ وي او د خپلو اعمالو بدله به ویني؟
هغه وویل: هو، قسم په هغه ذات چې پرې قسم خوړل کېږي، که هغه ته اختیار ورکړل شي، نو دی به دا خوښه کړي چې د همدې اور په بدل کې د دنیا تر ټولو لوی تنور ورته تاو کړي، بیا یې پکې واچوي او کلک یې پرې وتړي او  تر دې چې له هغې (اصلي) اوره سبا وژغورل شي.

هغوی وویل: افسوس دې وي، نو د دې نښه څه ده؟

هغه وویل: یو نبي به راشي، او د همدې سیمې له خوا به وي. بیا یې په خپل لاس د مکې او یمن لوري ته اشاره وکړه.

هغوی وویل: ته یې کله تمه لرې؟

هغه (یهودي) ماته وکتل او زه د عمر له پلوه تر ټولو کشر وم، نو ویې ویل: که د دې هلک عمر پای ته ونه رسېږي، نو هغه به یې وویني.
سلمه وایي: په الله قسم، لا شپه او ورځ نه وه تېره شوې چې الله تعالی خپل رسول محمد ﷺ راولېږه او هغه (یهودي) زموږ ترمنځ ژوندی و؛ نو موږ پرې ایمان راوړ، خو هغه د ظلم او حسد له امله پرې کفر وکړ.»
(دا روایت احمد بن حنبل نقل کړی دی)

او د هغو یهودو له ډلې چې د نبي ﷺ سره یې ډېره سخته دښمني او کرکه لرله دا کسان وو:
حيي بن أخطب، د هغه ورور أبو ياسر، سلام بن مشكم، كعب بن الأشرف، كعب بن أسد، او فنحاص.

ابن حجر العسقلاني په خپل کتاب فتح الباري کې، وروسته له دې چې یې د یهودو یو شمېر مشران یاد کړي (چې فنحاص هم پکې شامل و)، ویلي دي:
«له دې کسانو څخه د هېچا اسلام ثابت شوی نه دی.»

هغه څه چې د أبو بكر الصديق او یهودي فنحاص ترمنځ تېر شول:

د محمد ﷺ له هجرت وروسته مدینې ته، د مسلمانانو او یهودو ترمنځ خبرې او مناظرې وشوې. په دغو مناظرو کې د یهودو باطلې دعوې او له الله تعالی او د هغه له رسولانو سره د هغوی بې ادبي څرګنده شوه.
د یهودو له ډلې ځینو داسې خبرې او دریځونه ونیول چې د هغوی په اړه د قرآن کریم آیتونه نازل شول.
له همدې پېښو څخه یوه مهمه پېښه دا ده چې د أبو بكر الصديق رضي الله عنه او د یهودو د یوه عالم (حَبْر) چې نوم یې فنحاص و، ترمنځ وشوه.
دا پېښه ابن هشام په السيرة النبوية، ابن سيد الناس په عيون الأثر، ابن حجر العسقلاني په فتح الباري، الطحاوي په شرح مشكل الآثار، او نورو علماوو هم روایت کړې ده.

له عبد الله بن عباس رضي الله عنه څخه روایت دی چې ویې ویل:

«أبو بكر الصديق د “بیت المدرس” (هغه ځای چې تورات پکې لوستل او زده کېده) ته داخل شو، نو هلته یې ډېر یهودیان ولیدل چې د خپل یوه عالم شاوخوا راټول وو، چې هغه ته به فنحاص ویل کېدل، او هغه د دوی له علماوو او احبارو څخه و، او له هغه سره یو بل عالم هم و چې أشيع نومېده.

نو أبو بكر الصديق وویل: افسوس دې وي پر تا ای فنحاص! له الله څخه وویریږه او اسلام قبول کړه. په الله قسم، ته ښه پوهېږې چې محمد ﷺ د الله رسول دی، او له هغه لوري یې تاسو ته حق راوړی دی، او تاسې هغه په خپل تورات او انجیل کې لیکلی مومئ.

فنحاص وویل: په الله قسم، ای ابو بکره! موږ الله ته د فقر له امله هېڅ اړتیا نه لرو، بلکې هغه موږ ته محتاج دی! موږ هغه ته داسې اړتیا نه لرو لکه څنګه چې هغه موږ ته اړتیا لري! موږ له هغه بې‌نیازه یو! که هغه له موږ څخه بې‌نیازه وای، نو له موږ څخه به یې پور (قرض) نه غوښت، لکه څنګه چې ستاسو ملګری (نبي ﷺ) ګمان کوي! هغه تاسو له سود (ربا) څخه منع کوي، خو موږ ته یې راکوي! که هغه له موږ څخه بې‌نیازه وای، نو موږ ته به یې ربا نه راکوله.

نو أبو بكر الصديق سخت په قهر شو، د فنحاص پر مخ یې سخت ګوزار وکړ او ویې ویل: قسم په هغه ذات چې زما روح یې په لاس کې دی، که زموږ او ستاسو ترمنځ تړون نه وای، نو ستا سر به مې پرې کړی وای، ای د الله دښمنه! نو که رښتیني یاست، موږ دروغجن وښیاست!

فنحاص د محمد ﷺ حضور ته ولاړ او ویې ویل: ای محمده! وګوره چې ستا ملګري زما سره څه وکړل!

نو رسول الله ﷺ ابو بکر ته وویل: څه شي دې دې کار ته اړ کړ؟

هغه وویل: ای د الله رسوله! د الله دې دښمن ډېره لویه خبره وکړه، ویې ویل چې الله فقیر دی او دوی ترې شتمن دي! کله چې یې دا خبره وکړه، نو زه د الله لپاره په قهر شوم او د هغه پر مخ مې ووهه.

فنحاص دا خبره رد کړه او ویې ویل: ما داسې څه نه دي ویلي.

نو الله تعالی د فنحاص د دې خبرې په اړه، د هغه د رد لپاره او د أبو بكر الصديق د خبرې د تصدیق لپاره دا آیت نازل کړ:

{لَقَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ فَقِيرٌ وَنَحْنُ أَغْنِيَاءُ ۘ سَنَكْتُبُ مَا قَالُوا وَقَتْلَهُمُ الْأَنْبِيَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَنَقُولُ ذُوقُوا عَذَابَ الْحَرِيقِ * ذَٰلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيكُمْ وَأَنَّ اللَّهَ لَيْسَ بِظَلَّامٍ لِلْعَبِيدِ}
(سورة آل عمران: 181–182)

ژباړه: «بېشکه الله د هغو کسانو خبره واورېده چې وویل: الله فقیر دی او موږ شتمن یو. ژر به موږ هغه څه ولیکو چې هغوی ویلي دي، او همدارنګه د دوی له لوري د نبیانو ناحقه وژل، او موږ به ووایو: د سوځېدونکي عذاب خوند وڅکئ.
دا (عذاب) د هغو کارونو په سبب دی چې ستاسو لاسونو مخکې لېږلي دي، او بېشکه الله پر خپلو بندګانو هېڅکله ظلم کوونکی نه دی.»

د یهودي فنحاص دا خبره: «که الله له موږ څخه بې‌نیازه وای، نو له موږ څخه به یې پور (قرض) نه غوښت، لکه څنګه چې ستاسو ملګری وایي»، اشاره ده د قرآن کریم دې آیت ته:

{مَنْ ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَاعِفَهُ لَهُ أَضْعَافًا كَثِيرَةً}
(البقرة: 245)

یعنې: «څوک دی چې الله ته ښه پور ورکړي، تر څو هغه ورته څو چنده زیات کړي؟»

ډېرو مفسرینو، لکه الطبري، ابن كثير، البغوي او الواحدي دا پېښه (د أبو بكر الصديق او فنحاص ترمنځ) د دې آیت د نزول له اسبابو څخه بللې ده:

{لَقَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ فَقِيرٌ وَنَحْنُ أَغْنِيَاءُ}
(آل عمران: 181)

الطبري وایي:
«د دې آیت مانا دا ده: بېشکه الله د هغو یهودو خبره واورېده چې وویل: الله موږ ته محتاج دی او موږ ترې بې‌نیازه یو. موږ به هغه دروغ او افترا ثبت کړو چې هغوی پر خپل رب پورې تړلې ده، او همدارنګه د دوی له خوا د نبیانو ناحقه وژل.»

له أبو بكر الصديق رضي الله عنه څخه دا هم څرګنده ده چې هغه نرم زړه او زغمناک انسان و. سره له دې، کله چې فنحاص د الله په اړه بې‌ادبي وکړه، هغه سخت په قهر شو.

د هغه دا غوسه یوازې د الله تعالی لپاره غیرت و، نه شخصي احساسات.

د یهودو ظلم او بد ادبي دومره زیاته شوې وه چې هېڅوک د هغوی له اذیت او دروغو خوندي نه وو.

قرآن کریم د هغوی ځینې هغه خبرې را نقل کړې دي چې هغوی د خپل رب په اړه ویلي، او دا خبرې د هغه له شان، جلال او کمال سره هېڅ مناسبت نه لري. له دې څخه یوه د هغوی دا خبره ده: «د الله لاس تړلی دی (یعنې بخیل دی)».

الله تعالی فرمایي:
{وَقَالَتِ الْيَهُودُ يَدُ اللَّهِ مَغْلُولَةٌ ۚ غُلَّتْ أَيْدِيهِمْ وَلُعِنُوا بِمَا قَالُوا ۘ بَلْ يَدَاهُ مَبْسُوطَتَانِ يُنْفِقُ كَيْفَ يَشَاءُ}
(المائدة: 64)

یعنې: «یهودو وویل: د الله لاس تړلی دی؛ (بلکې) د هغوی لاسونه وتړل شول او د همدې خبرې له امله پرې لعنت وشو؛ بلکې د هغه دواړه لاسونه پرانستي دي، څنګه چې وغواړي لګښت کوي.»

همدارنګه، د هغوی له علماوو او احبارو څخه د یوه، یعنې فنحاص په خوله دا خبره هم را نقل شوې ده: «بېشکه الله فقیر دی او موږ شتمن یله دې څخه څرګندېږي چې یهودیان به اسلام او د نبي محمد ﷺ سپکاوی کاوه او هڅه یې کوله چې مسلمانان په خپل دین کې شکمن کړي. همدارنګه، هغوی له الله تعالی سره بده ادبي کوله او هغه یې په داسې صفاتو یاداوه چې د هغه له پاک ذات سره مناسب نه دي. عالی په خپل کتاب کې د یهودو له خولې دا خبرې را نقل کړې دي، او دا یې هم بیان کړې چې الله دا خبره واورېده او دا به یې پر هغوی ولیکي او وساتي. په دې کې د یهودو لپاره سخت ګواښ او وعید شته. شته.

له دې پرته، نور ډېر ناوړه کارونه هم له هغوی څخه پېژندل شوي او مشهور دي، لکه د نبیانو او رسولانو ناحقه وژل. نو الله تعالی به د دې ټولو اعمالو په بدل کې هغوی ته دردناک عذاب ورکړي.

لکه څنګه چې قرآن کریم کې فرمایي:

{لَقَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ فَقِيرٌ وَنَحْنُ أَغْنِيَاءُ ۘ سَنَكْتُبُ مَا قَالُوا وَقَتْلَهُمُ الْأَنْبِيَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَنَقُولُ ذُوقُوا عَذَابَ الْحَرِيقِ * ذَٰلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيكُمْ وَأَنَّ اللَّهَ لَيْسَ بِظَلَّامٍ لِلْعَبِيدِ}
(آل عمران: 181–182)

«بېشکه الله د هغو کسانو خبره واورېده چې وویل: الله فقیر دی او موږ شتمن یو. ژر به موږ هغه څه ولیکو چې هغوی ویلي دي، او همدارنګه د دوی له لوري د نبیانو ناحقه وژل، او (هغوی ته) به ووایو: د سوځېدونکي عذاب خوند وڅکئ.
دا (عذاب) د هغو کارونو له امله دی چې ستاسو لاسونو مخکې لېږلي دي، او بېشکه الله پر بندګانو هېڅ ظلم کوونکی نه دی.»

[ajax_load_more]

Share this article