لیکوال: مژده اصغزاده ژباړه: مفتي محمد نعمان مفکر.

.
امریکا، چین، روسیه، هند، جرمني، جاپان او انګلستان د علمي مقالو خپرولو په برخه کې مخکښ هېوادونه دي او د مقالو له پلوه لوړ شمېر لري.
اووه مخکښ هېوادونه د علمي مقالو خپرولو له مخې
د نړۍ هېوادونه د علمي مقالو خپرول د پرمختګ لپاره مهم ګڼي. امریکا، چین، روسیه، هند، جرمني، جاپان او انګلستان د علمي مقالو خپرولو له مخې مخکښ دي او لوړ شمېر لري.
د هغو اوو هېوادونو نوملړ چې تر ټولو ډېرې علمي مقالې خپروي
د امریکا د ملي علومو بنسټ د علومو او انجینرۍ اړوند مقالې څاري او د هر هېواد د خپرو شویو سرلیکونو شمېر ارزوي. په تېره لسیزه کې د علمي مقالو شمېر شاوخوا څلور سلنه زیات شوی او چین پکې چټکه وده کړې ده. په ۲۰۱۸ کال کې ۲.۵۵ میلیونه مقالې خپرې شوې، په داسې حال کې چې په ۲۰۰۸ کال کې دا شمېر یوازې ۱.۷۵ میلیونه و.
د «World Atlas» له قوله راپور وایي چې امریکا د ۲۰۰۰م کال له پیل راهیسې د هر بل هېواد په پرتله د علمي خپرونو په برخه کې تر ټولو فعاله پاتې شوې ده، تر دې چې له چین څخه یې شاوخوا ۱۴۰ زره زیاتې مقالې لرلې. خو په راتلونکې لسیزه کې چین وتوانېد چې له خپل سیال څخه مخکې شي او مخکښي خپله کړي.
په ۲۰۱۸ کال کې آسیایي هېوادونو نږدې ۵۲۸ زره او ۲۶۳ مقالې خپرې کړې، په داسې حال کې چې شمالي امریکا ۴۲۲ زره او ۸۰۸ مقالې وړاندې کړې.
چین د نړۍ د علمي خپرونو شاوخوا یو پر پنځمه برخه تولید کړې ده، خو د امریکا ونډه یوازې د نړۍ د علمي مقالو ۱۶.۵۴ سلنه وه. هند هم د ۱۳۵ زره او ۷۸۸ مقالو په خپرولو سره په درېیم مقام کې ځای لري.
د اروپايي اتحادیې هېوادونو په ټولیز ډول ۶۲۲ زره علمي مقالې خپرې کړې دي، چې دا شمېر د ټولو مقالو شاوخوا یو پر څلورمه برخه جوړوي.
اوس د هغو هېوادونو جاج اخلو چې تر ټولو ډېرې علمي مقالې خپروي.
چین
چین په ټولو برخو او صنعتونو کې د پام وړ پرمختګ کړی او د علمي مقالو تولید یې هم چټک وده کړې ده. چینایي علمي مجلو په تېره لسیزه کې د نړۍ د مجموعي ودې پرتله دوه چنده چټک پرمختګ کړی دی.
په چین کې د کیمیا اړوند مقالې د ټولو علمي خپرونو نږدې نیمایي برخه جوړوي. د فزیک اړوند مقالو شمېر هم لوړ دی.
د نانجینګ پوهنتون، د چین د علومو اکاډمي، د علومو او ټکنالوژۍ پوهنتون او همدارنګه د پیکینګ پوهنتون هغه بنسټونه دي چې تر ټولو زیاتې علمي مقالې یې خپرې کړې دي.
چین په ۲۰۰۸ کال کې شاوخوا ۲۴۹ زره او ۴۹ مقالې خپرې کړې وې، او لس کاله وروسته یعنې په ۲۰۱۸ کال کې دا شمېر ۵۲۸ زره او ۶۲۳ مقالو ته لوړ شو.
امریکا
امریکا که څه هم د چین په پرتله لومړی مقام نه لري، خو لا هم له هغو هېوادونو څخه ده چې ډېرې علمي مقالې خپروي. دې هېواد په ۲۰۰۸ کال کې شاوخوا ۳۹۴ زره او ۹۷۹ مقالې خپرې کړې وې، او په ۲۰۱۸ کال کې دا شمېر ۴۲۲ زره او ۸۰۸ مقالو ته رسېدلی دی.
د امریکا د علمي خپرونو بهیر یو شان نه و؛ د بېلګې په توګه، په ۲۰۱۷ کال کې د مقالو شمېر د ۲۰۱۸ کال پرتله ډېر و. سره له دې، امریکا لا هم د مخکښو هېوادونو په لست کې شامله ده.
د امریکا پوهنتونونه او علمي مرکزونه لکه سټنفورډ پوهنتون، د ماساچوسېټس ټکنالوژۍ انسټیټیوټ (MIT)، هاروارډ پوهنتون او همدارنګه د امریکا د روغتیا ملي انستیتوت د علمي مقالو د خپرولو په برخه کې مخکښ دي.
د هند ډېری مقالې د ژوندپوهنې، کیمیا، طبیعي علومو او چاپېریال پورې اړه لري. هند په درېیم مقام کې ځای لري، او د دې هېواد د علمي مقالو شمېر هر کال زیاتېږي. په ۲۰۰۸ کال کې هند شاوخوا ۴۸ زره او ۹۹۸ مقالې خپرې کړې وې، او لس کاله وروسته دا شمېر تر ۱۳۵ زره او ۷۸۸ مقالو پورې ورسېد. تر اوسه پورې، هند د نړۍ د ټولو خپرو شویو علمي مقالو شاوخوا ۵.۳ سلنه برخه برابره کړې ده.
سره له دې چې د هند د علمي مقالو شمېر زیات شوی، د دې مقالو اعتبار تر پوښتنې لاندې راغلی دی. ځینې راپورونه ښيي چې یوازې شاوخوا ۱۵.۸ سلنه مقالې په نړیوالو معتبرو مجلو کې خپرې شوې دي. ډېری محصلین او څېړونکي هڅه کوي چې ټیټې کچې مجلې ونه ټاکي، تر څو د نیوکو هدف ونه ګرځي.
په ۲۰۱۸ کال کې یو لېست خپور شو چې پکې هغه معتبرې علمي مجلې معرفي شوې وې چې مقالې باید پکې خپرې شي تر څو رسمي اعتبار ترلاسه کړي.
آلمان
آلمان که څه هم د علمي مقالو د خپرولو له پلوه لومړی هېواد نه دی، خو ډېر معتبر او باکیفیته علمي مطالب خپروي. دې هېواد په ۲۰۱۸ کال کې شاوخوا ۱۰۴ زره او ۳۹۶ مقالې خپرې کړې دي.
په آلمان کې فعالې علمي ادارې لکه د هلمهولتز بنسټ او د مکس پلانک بنسټ د علمي مقالو په خپرولو کې مخکښ ګڼل کېږي.
په آلمان کې ډېرې مقالې د طبیعي علومو، ژوندپوهنې، کیمیا او چاپېریال پورې اړه لري. آلمان په وروستیو کلونو کې د حکومت د ملاتړ له امله ډېر څېړونکي روزلي دي.
د آلمان د څېړنو بنسټ د څېړونکو لپاره ۱۲ کلنې پروژې برابرې کړې دي، تر څو هغوی وکولای شي اوږدمهاله څېړنې ترسره کړي.
جاپان
جاپان په ۲۰۱۸ کال کې شاوخوا ۹۸ زره او ۷۹۳ علمي مقالې خپرې کړې دي. جاپاني مقالې زیاتره د کمیت پر ځای د څېړنې پر کیفیت تمرکز کوي، له همدې امله د نړیوالې علمي ټولنې له خوا منل کېږي.
د جاپان حکومت څېړنیزو بنسټونو ته بودجه برابروي، تر څو څېړونکي وکولای شي د نورو هېوادونو له ساینسپوهانو سره هم ګډ کار وکړي. د توکیو، اوساکا او کیوتو پوهنتونونه د علمي مقالو په خپرولو کې ډېر فعال دي.
جاپان په تېرو لسو کلونو کې د علمي مقالو په خپرولو کې پرمختګ کړی او له نورو هېوادونو سره یې علمي همکاري بېسارې ده. په هر حال، په وروستیو کلونو کې پر پوهنتونونو د ډېرو مقالو د خپرولو فشار د مقالو کیفیت لږ راکم کړی دی.
انګلستان
انګلستان د علمي مقالو د خپرولو له مهمو سرچینو څخه ګڼل کېږي. د «برېګزېټ» له امله د دې هېواد همکاري له اروپايي اتحادیې هېوادونو سره تر یو حده له خطر سره مخ شوې ده. انګلستان په ۲۰۱۸ کال کې شاوخوا ۹۷ زره او ۶۸۱ مقالې خپرې کړې دي.
د اکسفورډ، کمبریج، لندن کالج او رویال کالج پوهنتونونه د علمي مقالو په خپرولو کې مخکښ دي. دغه هېواد په ۲۰۱۸ کال کې له امریکا، آلمان او فرانسې سره علمي همکارۍ هم لرلې.
روسیه
روسیه له علمي پلوه په لوړه درجه کې ده، خو د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته علمي ټولنې ته کمه پاملرنه شوې ده. روسیې په ۲۰۱۸ کال کې شاوخوا ۸۱ زره او ۵۷۹ مقالې خپرې کړې دي.
دغه مقالې زیاتره د ساینسپوهانو له خوا تر نیوکې لاندې راغلي، ځکه چې د هغوی کیفیت تر پوښتنې لاندې و. همدارنګه، د دې هېواد علمي مجلو د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې د غیر اخلاقي خپرونو له امله له ۸۰۰ څخه ډېرې مقالې بېرته راټولې کړې.
د چین د چټکو نشراتو پرمختګ
چین په تېره لسیزه کې وتوانېد چې د علمي مقالو له پلوه له امریکا مخکې شي او ښايي په راتلونکې لسیزه کې د اروپايي اتحادیې هېوادونه هم شاته پرېږدي. د دې هېواد چټکه اقتصادي وده او د حکومت له خوا د څېړنو ملاتړ د چین په پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی.
چین د څېړونکو د هڅو د قدردانۍ لپاره هغوی ته انعامونه ورکوي، خو دا تګلاره لا تر اوسه په امریکا او اروپايي اتحادیه کې عامه نه ده.
په ۱۹مې پېړۍ او د ۲۰مې پېړۍ په پیل کې ایټالیا، آلمان او بریتانیا ډېرې څېړنې او مقالې خپرولې. وروسته، امریکا په ۱۹۲۰ کال کې له خپلو سیالانو مخکې شوه او شاوخوا ۹۰ کاله یې د تر ټولو ډېرو علمي مقالو د خپرولو مقام ساتلی و. خو په پای کې چین د ۱۹۹۰مو کلونو له منځنیو څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې وتوانېد چې له امریکا مخکې شي.







