
بیمه درې ډوله ده:
(۱) تامین الحیاۃ (د ژوند بیمه)
(۲) تامین الاشیاء (د مالونو/املاکو بیمه)
(۳) تامین المسؤولیت (د مسؤلیت بیمه)
دارالافتاء بنوري ټاون
ژباړه: مفتي محمد نعمان مفکر
۱- تامین الحیاۃ (د ژوند بیمه):
دې ته (Life Insurance) یعنې د ژوند بیمه ویل کېږي.
د دې طریقه داسې وي چې د بیمې شرکت، د خپل ډاکټر له لارې د بیمه اخیستونکي طبي معاینه کوي او ډاکټر د هغه د جسمي حالت ته په کتلو سره دا اټکل کوي چې دا کس به مثلاً لس کاله ژوند وکړي.
نو د ډاکټر د همدې راپور له مخې شرکت د هغه لپاره د لسو کلونو د ژوند بیمه ټاکي، له دې وروسته د بیمې شرکت او د بیمه اخیستونکي ترمنځ یو ټاکلې اندازه پیسې مقررېږي، چې بیمه اخیستونکی یې په قسطونو کې شرکت ته ورکوي.
د بېلګې په توګه: که هره میاشت ۱۰۰ روپۍ قسط ټاکل شوی وي، نو په کال کې ۱۲۰۰ روپۍ کېږي او په لسو کلونو کې ټولټال ۱۲،۰۰۰ روپۍ جمع کېږي.
اوس که چېرې بیمه اخیستونکی د ټاکلې مودې نه مخکې وفات شي که دا طبیعي مرګ وي او که د کومې پېښې له امله نو د بیمې شرکت به د تړون له مخې اصلي پیسې د هغه وارثانو ته د یو څه زیاتې اندازې (ګټې) سره ورکوي.
او که چېرې هغه د ټاکلې مودې وروسته وفات شي نو بیا به هم اصلي پیسې د سود سره د هغه وارثانو ته ورکړل شي خو په دې حالت کې د ګټې اندازه کمه وي او په لومړي حالت کې زیاته وي.
۲- تامین الاشیاء (د شیانو/املاکو بیمه):
دې ته (Goods Insurance) یعنې د شیانو او ملکیت بیمه ویل کېږي. د دې طریقه داسې ده چې که یو څوک غواړي خپل کوم شی، لکه:
موټر
موټرسایکل
ودانۍ
کور
یا بېړۍ (کښتۍ)
بیمه کړي نو هغه به د ټاکلې اندازې له مخې بیمه شرکت ته فیس ورکوي، چې دې ته پریمیم (Premium) ویل کېږي.
که په دې شی باندې کومه پېښه رامنځته شي، نو بیمه شرکت به د هغه مالي تاوان جبران او تلافی وکړي.
او که چېرې په دې شی باندې هېڅ پېښه رامنځته نه شي، نو په دې حالت کې هغه پریمیم (Premium) چې بیمه اخیستونکي ورکړی وي، بېرته نه ورکول کېږي.
۳- تامین المسؤولیت (د مسؤلیت بیمه):
دې ته (Third Party Insurance) ترډ پارټي انشورنس د دې طریقه داسې ده چې بیمه اخیستونکی؛ بیمه شرکت ته په قسطونو کې پیسې ورکوي او د دواړو ترمنځ داسې تړون کېږي چې که د بیمه اخیستونکي له لوري، یا د هغه د موټر او نورو شیانو له امله کوم بل انسان ته زیان ورسېږي او د هغه تاوان ورکول د بیمه اخیستونکي پر غاړه لازم شي نو بیمه شرکت به دغه تاوان ادا کړي.
د بیمې په ټولو ډولونو کې چې سود (ربا) او قمار (جوا) موجود وي او دا دواړه په شریعت کې ناجایز او حرام دي، نو له همدې امله د بیمې ټول ډولونه هم ناجایز او حرام ګڼل کېږي.
فقط والله اعلم





























