
لیکوال: عبدالرحیم فدا
د پریم چند له افسانو څخه په اقتباس
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زریالی کور ته راننوت او خپلې مېرمنې ته یې وویل: «ګلا اغا راغلی دی هغه څور روپۍ دې چې اېښې دي، هغه راکړه چې وریې کړم هر څنګه چې وي لږ تر لږه له دې پور څخه خو به خلاص شو»
مینا په انګړ کې په جارو بوخته وه، مخ یې راواړوه شا ته یې وکتل او ویې ویل: «ټولې درې روپۍ دي، که دا هم ورکړو نو کمپله به له کومه کوو؟ د ژمي سختې سړې شپې هم په رارسیدو دي په دې خواره کرونده کې به یې څنګه تیر وو؟ ګلا اغا ته ووایه چې پیسې به د فصل له راټولېدو وروسته درکړو؛ اوس خو زموږ په لاس کې هېڅ نشته»
زریالی لږ شېبه غلی ولاړ و، د سخت ژوند تیرولو په فکر کې ډوب شه او له ځان سره یې ویل د ژمي سختې یخې شپې را رسیدلې دي له کمپلې پرته خو په کرونده کې د شپې تېرول ناشوني دي، خو په دې هم پوهیږم چې زریالی به هېڅ راسره ونه مني؛ را به شي سپکې سپورې به راته ووایي او له خپل پور غوښتلو به تیر نه شي.
په همدې سوچونو کې ډوب، خپل دروند بدن یې وخوځاوه؛ داسې بدن چې د «زریالي» له نوم سره یې هېڅ اړخ نه لګاوه، ورو ورو د خپلې مېرمنې خواته ورغی او په نرمه لهجه یې وویل: «را یې کړه، همدا اوس به یې ورکړم، که هر څنګه وي له دې پور څخه خو به مو غاړه خلاصه شي، د کمپلې لپاره به بیا کومه بله چاره ولټوو.
مینا له هغه څخه لږ لرې شوه، سترګې یې ورتاوې کړې او په ترخه لهجه یې وویل: «هو ته خو تل د بلې لارې د موندلو خبره کوې! وبه ګورم چې دا ځل به څه کوې؟ څوک به درته کمپله خیرات درکړي؟ لا خو نه پوهېږم چې څومره پور پاتې دی، هغه هم نه خلاصېږي، زه وایم دا کرونده ولې نه پرېږدې؟ شپه او ورځ ځان ستړی کوې، حاصل چې راشي ټول په پورونو کې ورکېږي، داسې ښکاري لکه موږ چې یوازې د پورونو د ادا کولو لپاره پیدا شوي یوو، زه له داسې کروندې ستړې یم زه پیسې نه درکوم، هېڅکله به یې در نه کړم.
زریالي په خفه لهجه وویل: « لا نو تر کومه به د خلکو ستغې سپورې اورم؟»
مینا په غوسه وویل: «هغه څه کاره دی چې ستغې او سپورې به وايي؟ څه پاچاهي یې ده؟»
خو لا یې خبره نه وه بشپړه کړې چې د تندي ګونځې یې ورو ورو هوارې شوې، د زریالي په خبرو کې داسې زړه بوږنوونکې رښتیا نغښتي و، چې د هغې ټول غصه یې کراره کړه، یوه شېبه همداسې غلي یې ورته وکتل بیا یې له طاق څخه روپۍ راواخیستې او زریالي ته یې ورکړې.
ورو یې وویل: «سږ کال دا کرونده خوشې کړه، چیرته کاریګري به وکړې لږ تر لږه یوه مړۍ ډوډۍ خو به په ارام وخورې او د هیچا زور او منت به دې پر غاړه نه وي، دا هم څه کرنه شوه؟ په کاریګري چې څه وګتې، هغه هم په همدې کې لاهو شي او د خلکو پېغورونه او زورواکي له اضافه په غاړه وړې».
زریالي روپۍ واخیستې او په درنو ګامونو د باندې راووت، داسې ښکارېده لکه له ډیرې مجبورۍ چې له خپلې سینې خپل زړه راباسي او بل ته یې سپاري، هغه دا درې روپۍ یوه یوه اتانه سپمولې وې، څو د ژمي لپاره یوه کمپله واخلي؛ خو نن هماغه هیله ترې له لاسه وځي، هر ګام چې یې اخېسته د بېوزلۍ دروند بار یې لا پسې پر زړه او ذهن درنېده.
(۲)
د ساړه ژمي توره او له یخنۍ ډکه شپه وه، د اسمان ستوري هم داسې ښکارېدل، لکه له سختې یخنۍ چې رپېږي، زریالی د خپلې کروندې پر غاړه له بامبو په جوړ شوي زوړ کټ پروت و، له وړیو جوړ زوړ څادر یې پر ځان را تاو کړی و، خو بیا هم له یخنۍ رپېده، ځکه د ژمي د دې سړې شپې پر وړاندې له وړیو جوړ څادر بې ارزښته و، د کټ لاندې یې وفادار سپی جبرا هم خپله پوزه په ګېډه کې ننویستې وه او له سختې یخنۍ ورو ورو چونګیده، نه زریالي ته خوب ورته او نه جبرا ته.
زریالي خپل زنګونونه تر غاړې راټول کړل او جبرا ته یې په موسکا وویل:
ولې جبرا یخ دې وهي؟ ما خو درته ویلي وو چې په کور کې پر واښو ویده شه، دلته دې څه کول؟ اوس نو د یخنۍ خوند واخله! زه څه وکړم؟ ګومان دې کاوه چې زه دلته حلوا خوړلو ته راځم؟ تا خو تر ما هم مخکې منډې وهلې او راورسېدې، اوس نو د خپلې نیا په نوم ژاړه»
جبرا چې همداسې پروت و، یوازې لکۍ یې وخوځوله، بدن یې وغځاو او بیا غلی شو، ښايي پوه شوی و چې د ده پرلهپسې چونګا د خپل مالک د خوب وروستۍ هیله هم تښتوي.
زریالي خپل لاس له څادره راویست د جبرا یخه ملا یې ورو ورو وموښله او ویې ویل: سبا نور له ما سره مه راځه، کنه له یخه به شخ شې، دا له لوېدیځه یخه باد نه پوهېږم له کومه دومره سخته یخني له ځان سره راوړي! صبر چې پورته شم او لږ چای وکړم ښايي دا شپه هم په څه ډول تېره شي، تر اوسه مو دا څویم ځل دی چې چای کوو.
دا ده د کروندګر ژوند! سختي مونږ تیرو خوند یې نور اخلي، ځینې خلک داسې تودو کورونو کې پر پنډو توشکونو، بړستنو او کمپلو کې ویده وي چې یخنۍ یې دروازې ته هم نشي ورنږدې کېدای، دا هم د قسمت لوبه ده؛ زحمت زموږ خو نعمت د بل چا دی.
زریالی راپاڅېد او د چایو پیاله یې جوړ ډکه کړه، جبرا هم راویښ شو او پر پښو ودرېد، زریالي د چایو له پیالې غوړپ وکړ او په ټوکه یې وویل: څه ته هم چای کوې؟ یخ خو پرې نه تښتي، خو دومره ده چې ذهن ته یو څه لږه بوختیا پیدا کوي.
جبرا لکه په خپله وفا چې کلک ولاړ وي د زریالي سترګو ته کتل، زریالي بیا ورته وویل: نن شپه لا همداسې تېره کړه، سبا به دلته درته د واښو بستر هوار کړم؛ په هغه کې به ننوځې، بیا به دې یخ ونه وهي.
جبرا خپل مخکینۍ پنجې د زریالي پر زنګونونو کېښودې او خپله پوزه یې د هغه مخ ته ورنږدې کړه، د جبرا د تودې ساه لمسېدو د زریالي زړه ته یو څه ارامتیا ورکړه.
زریالی چې چای یې خلاص کړ، بېرته پر کټ وغځېد او له ځان سره یې هوډ وکړ: هر څه چې کېږي نن باید ویده شم.
خو لا یوه شېبه نه وه تېره شوې چې یخنۍ یې بیا تر هډوکو ورسېده، کله به یوې خوا واوښت، کله بلې خوا ته، داسې ښکارېده لکه کوم نا لیدلې بلا یې چې پر سینه ناسته وي او د یخ په منګولو کې یې ټینګ نیولی وي.
له همدې امله چې نور یې د یخنۍ زغمل له وسه ووتل زریالي په نرمۍ جبرا راویښ کړ، پر سر یې لاس وروتېر کړ او په خپله غېږ کې یې ونیو، د سپي له بدن څخه د حیوان ځانګړی بوی راخوت خو زریالي ته چې هغه یې په غېږ پورې ټینګ نیولی و داسې سکون او تودوخه احساسېده چې له میاشتو راهیسې یې نه وه موندلې.
ښايي جبرا هم فکر کاوه چې جنت همدا دی او د زریالي زړه دومره سپېڅلی و چې له سپي څخه یې هېڅ کرکه نه احساسوله، هغه له سپي نه بلکې له خپلې بېوزلۍ ځورېده؛ هماغې بېوزلۍ چې دې حال ته یې رسولی و، د دې بېسارې ملګرتیا د هغه د روح ټولې کړکۍ پرانیستې وې او د وجود هره ذره یې د انس او رښتینې مینې په رڼا روښانه شوې وه.
همدا مهال جبرا د کوم څاروي د خوځېدو غږ واورېد، د خپل مالک د مینې او نږدېوالي دې شېبې په زړه کې داسې نوی ځواک ور راویښ کړی و چې نور یې د یخنۍ توندې څپې هم هېڅ نه ګڼلې، په یوه ټوپ له غېږې راووت له څپرۍ دباندې ودرېد او په لوړ غږ غپېدل یې پیل کړل.
زریالي څو ځله په نرمو الفاظو راوباله خو هغه بېرته رانغی، د کروندې پر شاوخوا به یې منډې وهلې، غپل به یې او هر لوري ته به ګرځېده، کله به د یوې شېبې لپاره راغی، خو سمدستي به یې بیا منډه کړه، د خپل بادار د ساتنې مسؤلیت احساس دومره ورباندې غالب و چې یوه شېبه هم ارام نه کېناسته.
(۳)
یو ساعت لا تېر شوی نه و چې یخني نوره هم سخته شوه، زریالی راپاڅېد دواړه زنګونونه یې خپلې سینې ته راټول کړل او سر یې په منځ کې پټ کړ، خو د یخ زور لا هم ګوزاره نه کوله، داسې یې انګېرله لکه د بدن ټوله وینه یې چې کنګل شوې وي، سر یې پورته کړ او اسمان ته یې وکتل، لا د شپې ډېره برخه پاتې وه، هغه اووه ستوري چې د قطبي ستوري شاوخوا څرخي لا یې نیمه لاره هم نه وه وهلې، له ځان سره یې وویل: «کله چې هغوی د اسمان هغه بل سر ته ورسېږي، هله به د سهار څرک راښکاره شي، لا تر هغې هم نږدې یو ساعت شپه پاتې ده».
د زریالي له کروندې لږ واټن لرې یو بڼ و، د پاڼو د رژېدو موسم لږه موده مخکې تیر شوی و او د ونو لاندې وچې پاڼې په ډنډونو او ځمکه پرتې وې، زریالي له ځان سره وویل: «ور به شم څو پاڼې به راټولې کړم او اور به پرې بل کړم؛ ځان به ښه تود کړم، که څوک مې د شپې پاڼې ټولول وویني، ښايي ګومان وکړي چې کوم پېری ګرځي، که کوم ځنګلي حیوان هم پټ ناست وي، خیر دی… نور خو دلته ناستی نه شي کېدای.
هغه د ګاونډي کروندې ته ورغی، څو بوټي یې له بېخه وایستل، د هغو یو کوچنی جارو یې جوړ کړ، د اور بل څراغ یې په لاس کې ونیوله او د بڼ پر لور وخوځېد، جبرا چې هغه په تګ ولید، ورپسې راغی او لکۍ یې په وخوځوله.
زریالي ورته وویل: راځه جبرو! نور خو یخني نه زغمل کېږي، ځو بڼ ته پاڼې راټولوو اور پرې بلوو او ځانونه ښه تاوده وو بیا به راستانه شو او ویده به شو، لا شپه اوږده ده.
جبرا په نرمې چنګا د خپل مالک خبره ومنله او د هغه نه مخکې د بڼ پر لور روان شو.
بڼ په غلیظه تیاره کې پوښلی و، د ونو له څانګو د شبنم څاڅکي په پرلهپسې ډول څڅېدل، ناڅاپه د باد یوه نرمه څپه راغله چې د مهندي ګلونو خوږه وږمه یې له ځان سره راوړې وه.
زریالي ژوره ساه واخسته او وې ویل: جبرا! څومره خوندوره خوشبويي ده! ته هم یې بوی احساسوې؟
خو جبرا په ځمکه یو وچ هډوکی موندلی و او په هماغه بوخت و، ورو ورو یې ژو و، زریالي د اور بل څراغ پر ځمکه کېښوده او د وچو پاڼو په راټولولو یې لاس پورې کړ، لږه شېبه وروسته د پاڼو یوه لویه کوټه جوړه شوه، لاسونه یې له یخه شخېدل لوڅې پښې یې د شبنم په لمدو خاورو کې بېحسه کېدې، خو سره له دې یې بیا هم پاڼې راټولولې، په زړه کې یې ویل: «په همدې اور کې به د دې یخنۍ زور په خاورو واړوم، لږه شېبه وروسته یې اور بل کړ، اور کرار کرار په جوش راغی ان د خپل غرور لمبې یې د ونو تر پاڼو رسېدې، د همدې ځلیدونکي اور د رڼا په غېږ کې د بڼ دنګې ونې داسې ښکارېدې لکه د دې بېپایه تیارو دروند اسمان یې چې پر خپلو اوږو پورته کړی وي، د تیارو په دې ستره چوپتیا کې دا وړوکی اور داسې برېښېده لکه یوه کوچنۍ بېړۍ چې د تور ویرونکي سمندر پر څپو روانه وي.
زریالی د اور لمبو ته مخامخ ناست و او ځان یې تاوده و، لږه شېبه وروسته یې خپل زوړ څادر تر بغل لاندې کړه، دواړه پښې یې وغځولې او داسې کېناست لکه یخنۍ ته چې په زغرده چلنج ورکوي؛ او له ځان سره یې ویل هر څه دې چې له وسه کېږي ویې کړه!
د یخنۍ په دې بېپایه ځواک د همدې کوچنۍ بریا خوښي یې له څېرې ورایه ښکارې ده، په موسکا یې جبرا ته وویل: څه وایې جبرا؟ اوس خو دې نو یخ نور نه وهي؟
جبرا په نرمه چنګا ځواب ورکړ؛ ګواکې ویل یې: اوس به نو بیا څه یخ وي!
رزیالي وخندل او ویې ویل: که دا چل مخکې راپه یاد شوی وای، نو دومره به مو ولې یخ خوړ؟
جبرا یوازې لکۍ وخوځوله.
زریالي بیا په شوخۍ وویل: راځه وګورو څوک له دې اوره ټوپ وهلی شي! که وسوځېدې، بیا به دې درمل هم ونه کړم، خو سبا به مینا ته دا خبره نه کوې چې ټوله شپه مو په اور تاوده تیره کړې ده، ګنې له ما سره به جنګ وکړي.
همدا یې وویل او په یوه ټوپ د اور له پاسه واوښت، لمبې یې د پایڅو څنډې ته لږې ورسېدې، خو هېڅ پروا یې ونه کړه.
جبرا بیا هم زړه نه ښه کاو او د اور ګرد چاپېر یې یو چکر وواهه او بېرته د زریالي تر څنګ ودرېد، زریالي په خندا وویل: نه دا چل خو نه درسره منم! له پاسه ټوپ ووهه هماغسې لکه ما چې وکړ.
(۴)
لږ ځنډ وروسته پاڼې ټولې وسوځېدې، بڼ یو ځل بیا تیارو په خپل غیږ کې ونیو، یوازې د ایرو لاندې د اور څو سکروټې پاتې وې، چې د باد په هرې څپې سره به خال خال ځلیدې، خو بیرته به سمدستي ورکیدې، زریالي خپل څادر بېرته پر ځان راکش کړ، د تودو ایرو څنګ ته کښېناست او په ورو غږ یې له ځان سره د لنډۍ زمزمه کولې، بدن یې لږ تود شوی و، خو څومره چې شپه تیرېده هماغومره یې سترګې پرې درنېدې او سستي پرې غالبه کېده.
ناڅاپه جبرا په لوړ غږ وغپل او د کروندې پر لور په منډه ولاړ.
زریالي ته داسې وبرېښېده لکه چې د کومو ځنګلي ژوو یوه ډله کروندې ته ورننوتې ده، ښايي د خرسونو رمه وه، د ټوپونو او منډو غږونه یې له ورایه اورېدل او لږ وروسته داسې ښکارېدل چې فصل خوري.
بیا یې له ځان سره یې وویل: نه د جبرا په شتون کې هېڅ حیوان کروندې ته نه شي راتلای، هغه به یې وشړي، دا به زما وهم وي…
خو لږه شېبه وروسته یې بیا د فصل د ماتو او خوړلو خرپ خرپ غږ واورېد، نور یې ځان نه شو غولولی، په لوړ غږ یې نارې کړې: جبرا!… جبرا!…
خو جبرا لا هم غپل او د کروندې په شاوخوا ګرځېده؛ بېرته رانغی، زریالی پوه شو چې ژوي لا هم په فصل کې دي، خو د تودو ایرو پرېښودل او په یخنۍ کې په هغوی پسې منډې وهل ورته د غره ختل ښکارېدل، هماغسې ناست و او له خپل ځایه یې نارې وهلې: هُو!… هُو!… لاړ شئ!…
خو د ده نارې بې ارزښته وې، جبرا لا هم په زوره غپل، که ژوي تښتېدلي وای، هغه به تر دې دمه بېرته راغلی و، خو هغوی لا هم په ډاډه زړه فصل خوړ.
دا هغه کرونده وه چې د ټول کلي خلکو سترګې ورته نیولې وې؛ د زریالي د ښه حاصل پر لیدو به یې حسد کاوه اوس هماغه شین فصل د خرسانو تر خولو لاندې له منځه ته.
زریالی په ډیر زور پورته شو، دوه درې ګامه ولاړ، خو ناڅاپه د یخ باد داسې تیزه څپه پرې ولګېده، لکه د لړم نېش، سمدستي بېرته راوګرځېد، د مړو ایرو ترڅنګ کښېناست ایرې یې وکيندلې او خپل یخ شوی بدن یې پرې تاودا وو.
جبرا له ستوني پوره غپل خرسانو فصل په بشپړه توګه لوټاوه او زریالی د تودو ایرو ترڅنګ بېوسه او بېحرکته ناست و، ناهیلي له هر لوري داسې پرې راچاپېره شوې وه لکه کلکه رسۍ.
د یو دنیا ناهیلو په منځ کې یې همدلته د ایرو ترڅنګ څادر پر ځان راکش کړ او ویده شو.
کله چې سهار راویښ شو لمر هر لور ته خپلې زرینې وړانګې خورې کړې وې، مینا د هغه تر څنګ ولاړه وه او په غوسه یې غږ پرې وکړ: ته لا تر اوسه ویده یې؟ ته دلته په خوږ خوب ویده وې او هلته ټوله کرونده تباه شوې ده! یو بوټی هم پکې نه دی پاتې، دا څوک داسې ویده کېږي؟
زریالي د عذر په ډول وویل: زه خو نږدې وم چې مړ شم، دومره سخت د نس درد راباندې راغی چې یوازې زه پرې پوهېږم؛ ته لا د کروندې غم کوې.
دواړه د کروندې ته ورغلل هلته نه د فصل نښه پاتې وه او نه د بوټو، جبرا د څپرۍ لاندې غځېدلی پروت و، لکه په بدن کې یې چې هېڅ ساه نه وي پاتې.
مینا د تباه شوي فصل پر لور په غمجنو سترګو کتل، پر مخ یې ژوره خواشیني خوره وه، خو د زریالي په څېره کې د تعجب وړ یو ډول سکون او ارامښت ښکارېده.
مینا په اندېښنه وویل: اوس به د مالیې د ورکولو لپاره مزدوري کوو.
زریالي په خندا ځواب ورکړ: خو لږ تر لږه نور به د داسې یخو شپو تېرولو ته دلته نه راځو.
مینا په قهر وویل: زه د دې کروندې مالیه نه ورکوم! کرنه د ژوند لپاره کوو، نه د مرګ لپاره.
زریالي جبرا ته وکتل او ویې ویل: جبرا لا ویده دی، دومره خو هېڅکله نه ویده کېده.
مینا ورته وویل: نن همدا اوس ګلا اغا ته ووایه چې فصل ژوو وخوړ؛ موږ یو اتانه هم نه ورکوو.
زریالي ورو وویل: بېګا رښتیا هم عجیبه سړه شپه وه.
مینا په غوسه ځواب ورکړ: زه یوه خبره کوم، ته بله کوې!.
زریالی په بېوسۍ وویل: ته د ستغو او سپورو خبره کوې، پر ګلا اغا یې څه پروا ده چې ستا فصل ژوو وخوړ، اور وسوځاوه که ږلۍ وواهه؟ هغه ته خو یوازې خپله مالیه پکار ده.
مینا زریالي ته وویل: نور پرېږده! زه له داسې کروندې توبه کوم.
زریالي ژوره ساه وویسته او ورته وې ویل: زما په زړه کې هم همدا راګرځي چې کرنه پرېږدم، رښتیا درته وایم، مینا… خو چې د مزدورۍ خیال راشي، زړه مې ولړزېږي، زه چې د بزګر زوی یم، نه غواړم د بل مزدور شم، که هر څومره سختۍ هم راباندې راشي، د کروندګر عزت به نه بایلم. بیا یې جبرا ته غږ وکړ: جبرا!… جبرا!… ته لا ویده یې؟





























