ژباړه: مولوي حسیب الله مفکر
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هغه د اسلامي دورې له سترو کیمیاپوهانو څخه و او د علومو په تاریخ کې له مهمو او روښانه شخصیتونو څخه ګڼل کېږي .
هغه په طوس کې وزېږېد (چې اوس د ایران برخه ده) ، او د « د کیمیا پلار » په لقب مشهور و ، ځکه چې د کیمیا د علم او کیمیاوي تعاملاتو په پرمختګ کې یې سترې ونډې لرلې .

هغه د عباسي دورې په وخت کې ژوند کاوه او باور کېږي چې هغه د بغداد د «بیت الحکمه » له علماوو څخه و .
علمي ونډې:
کیمیا : جابر بن حیان د تجربوي کیمیا بنسټ اېښودونکی بلل کېږي، هغه د کیمیا په برخه کې د تجربې او مشاهدې عملي اصولو ته وده ورکړه او همدا څه د هغه کار له پخوانۍ یوناني فلسفې څخه جلا کوي.

د دې برخې له مشهورو آثارو څخه یې «کتاب الخواص » دی چې پکې یې د بېلابېلو موادو ځانګړتیاوې بیان کړې دي او همدارنګه «کتاب الکیمیا الکبیر» چې پکې د کیمیاوي تجربو یوه مجموعه شامله ده.
تقطیر : د کیمیا په برخه کې د هغه له مهمو ونډو څخه د تقطیر د طریقو پرمختګ و، جابر داسې د تقطیر طریقه رامنځته کړه چې د کیمیاوي موادو د استخراج لپاره کارول کېده او دا یوه مهمه پروسه ده چې تر نن ورځې پورې په کیمیاوي صنعتونو کې کارول کېږي.

د اسیدونو چمتو کول : جابر بن حیان ته د ګڼو کیمیاوي اسیدونو د کشف او چمتو کولو نسبت کول کېږي، لکه سلفیوریک اسید او هایدروکلوریک اسید، هغه همدارنګه د کیمیا لپاره ځینې وسایل هم په پرمختللي بڼه کړل لکه ښیښهیي لوښي چې د علمي تجربو په ترسره کولو کې ډېره مرسته کوي.
کیمیاوي ترکیبونه او مرکبات: جابر د هغو موادو او مرکباتو څېړنه او تحلیل وکړ چې تر هغه مخکې نه وو پېژندل شوي لکه جیوه او ګوګرد او ډېرې داسې فرضیې یې وړاندې کړې چې د کیمیا د علم په پرمختګ کې یې مهم اغېز درلود .
اغېز :
جابر بن حیان د اسلامي او لوېدیځو دواړو نړۍو کې د خپل ژور اغېز له امله مشهور و، د هغه ډېر آثار لاتیني ژبې ته وژباړل شول او په اروپا کې د منځنیو پېړیو پر علماوو یې ښکاره اغېز درلود.
د کیمیا او طبیعي فلسفې په اړه د هغه نظریات په اروپايي پوهنتونونو کې خپاره شول او پر علماوو لکه راجر بیکن او پاراسیلسیوس یې اغېز وکړ.

وفات :
جابر بن حیان د اتمې میلادي پېړۍ په وروستیو کې وفات شو ، خو د هغه علمي میراث لا هم ژوندی دی ځکه چې هغه د معاصرې کیمیا له بنسټ اېښودونکو څخه ګڼل کېږي .





























