
ژباړه: مفتي محمد نعمان مفکر
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اسلامي تمدن د خپل زرین پېر پر مهال، چې د میلادي اتمې او څوارلسمې پېړۍ ترمنځ و، د ستر فرهنګي او اقتصادي پرمختګ په مټ د ګڼو مهمو اختراعاتو په رامنځته کولو کې ونډه واخیسته. په اسلامي نړۍ کې پراخې سوکالۍ او علمي ودې داسې زمینه برابره کړه چې ګڼ اختراعات رامنځته شي؛ هغه اختراعات چې د نړۍ بڼه یې په بشپړه توګه بدله کړه.
عربي او مسلمانو مفکرانو نړۍ ته یو شمېر مهم اختراعات او نوښتونه وړاندې کړل؛ له صابون، عطرو او قهوې نیولې، تر ریاضیاتو او الګوریتمونو پورې. هغوی په ځانګړې توګه د ریاضیاتو، طب، بصریاتو (د رڼا او لید علم)، کیمیا او همدارنګه د قهوې د چمتو کولو په څېر فرهنګي دودونو کې اصیل نوښتګر وو.
هغوی یوازې د هغو رومي او یوناني علومو پر لېږد او ساتنه بسنه ونه کړه چې د روم امپراتورۍ له ړنګېدو سره نږدې وه له منځه ولاړ شي، بلکې د نویو مفاهیمو په ورزیاتولو سره یې دغه علوم لا پراخ او پرمختللي کړل او وروسته یې اروپا او د نړۍ نورو برخو ته د رسېدو زمینه هم برابره کړه.

الګوریتمونه(خوارزمیات)
الګوریتمونه (Algorithms) نن سبا د ټکنالوژۍ په نړۍ کې خورا مهم او محوري رول لري؛ له ټولنیزو شبکو د فعالیت او لارښوونې نیولې، د اپلېکېشنونو او کمپیوټري پروګرامونو تر بنسټیز جوړښت او مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence) پورې.

د دې ټکنالوژۍ نوم د هغه مسلمان عالم له نوم څخه اخیستل شوی چې په عراق کې یې ژوند کاوه؛ هغه نامتو ریاضيپوه محمد بن موسی الخوارزمي و، چې د عباسي خلیفه مأمون د واکمنۍ پر مهال یې شهرت وموند. خوارزمي د بغداد په بیت الحکمه کې کار کاوه.
هغه په اصل کې د خوارزم له سیمې څخه راغلی و، چې په متن کې یې اوسنی نوم «خیوه» (Khiva) یاد شوی او د اوسني ازبکستان په جمهوریت کې موقعیت لري.
خوارزمي خپل کتابونه د دې لپاره ولیکل چې له خلکو سره د وصیتونو او میراثونو د حساب، سوداګرۍ او قضایي احکامو په محاسبه کې مرسته وکړي.

په ریاضیاتو کې اعشاري نظام
ځینې خلک د عربي عددونو مفهوم یوازې د هغو د لیکلو او رسمولو په بڼه پورې محدودوي؛ یعنې یوازې یې ظاهري شکل په پام کې نیسي. خو د دې عددونو بنسټیز مفهوم په حقیقت کې د هغوی په اعشاري نظام کې پروت دی، چې په ریاضیاتو کې عددونه د یوګونو، لسګونو او نورو مرتبو له مخې تنظیموي.
کله چې د عربي عددونو نوم اخیستل کېږي، موخه یوازې د عددونو ظاهري بڼه نه ده؛ که هغه د 1234 په بڼه ولیکل شي او که د ١٢٣٤ په بڼه.
د لومړنیو مسلمانو ریاضيپوهانو کارونه د پخوانیو نومیالیو یوناني جامعالعلوم پوهانو، لکه ارشمیدس(Archimedes) او اقلیدس(Euclid)، پر اثارو ولاړ وو؛ خو مسلمانو پوهانو یوازې د دغو اثارو پر ساتلو او ژباړلو بسنه ونه کړه، بلکې پر هغو یې نوي پرمختګونه ورزیات کړل او په دې برخه کې یې مهم علمي پرمختګونه هم رامنځته کړل.
هغوی د اعشاري مکاني ارزښت نظام(Decimal Place-Value System) په بشپړ پرمختګ کې ونډه واخیسته؛ هغه نظام چې تر نن ورځې پورې په ټوله نړۍ کې کارول کېږي. همدارنګه یې د الجبر(Algebra) لومړنۍ منظمه او سیستماتیکه څېړنه ترسره کړه او په هندسه(Geometry) او مثلثاتو(Trigonometry) کې یې ستر پرمختګونه رامنځته کړل.

د قهوې څښاک
د قهوې د چمتو کولو دود وروسته اروپا، په ځانګړې توګه ایټالیا ته ورسېد او هلته خپور شو؛ سره له دې چې په اوولسمه میلادي پېړۍ کې پاپ په لومړیو کې دا د مسلمانانو له لوري یو ګواښ باله او حرامه یې ګڼله. ډېر ژر د وېنېز(Venice) د سوداګریز ښار او د شمالي افریقا د عرضه کوونکو ترمنځ د قهوې سوداګري وغوړېده.
نن ورځ قهوه د نړۍ له تر ټولو مشهورو او ډېرو څښل کېدونکو مشروباتو څخه ده. که څوک ادعا وکړي چې د موکا قهوې(Mocha Coffee) نوم له ایټالیا څخه اخیستل شوی، نو په ډاډ سره یې خبره ورسمولای شئ چې «موکا» په اصل کې د یمن د المخا(Mocha/Al-Makha) بندري ښار نوم دی. ( که په انګریزي پوهیږئ د قهوې په اړه نور پراخ جزئیات دلته وګورئ.)
په دې وروستیو کې یوه څېړونکي دا نظر هم وړاندې کړی چې قهوې د لوېدیځ د صنعتي انقلاب(Industrial Revolution) په رامنځته کېدو کې ونډه درلوده؛ ځکه د هغه په وینا، قهوې د لوېدیځو ټولنو خلک د الکولو له څښلو راواړول او په کار او نوښت کې یې ډېر ویښ او هوښیار کړل. دا هر څه په داسې پېر کې وو چې لوېدیځ د مستعمرو له لوټ او د هغو د خلکو د غلامولو او جبري کارولو له لارې هم له ستر اقتصادي غوړېدو سره مخ و.

د عطرو د کارونې او جوړولو پراختیا
عربان لومړني خلک نه وو چې عطر یې اختراع کړل، خو د عطرو د جوړولو د طریقو په پراختیا او بشپړولو کې یې محوري رول ولوباوه. د عطرو تر ټولو پخوانۍ کارونه زرګونو کلونو وړاندې په بینالنهرین(Mesopotamia) او لرغوني مصر(Ancient Egypt) کې موندل کېږي، چې هلته به خوشبویه مواد په دیني مراسمو او ورځني ژوند کې کارېدل.
د اسلامي تمدن د زرین پېر پر مهال عربانو د عطرو په جوړولو کې د پام وړ پرمختګ وکړ. هغوی د تقطیر(Distillation) او د خوشبویه موادو د جوهرونو د استخراج طریقې بشپړې کړې او د انبیق(Alembic) د تقطیر وسیله یې لا پرمختللې کړه، چې د الکولو په تقطیر کې به هم کارېده؛ الکول بیا د عطرو د بنسټیز محلول په توګه کارول کېده. همدارنګه، هغوی په عطرو کې د الکولو کارول د ثابتوونکي مادې په توګه دود کړل، څو د عطرو بوی د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.
د یادونې وړ ده چې په نهمه میلادي پېړۍ کې عرب عالم الکندي(Al-Kindi) د عطرو د جوړولو په اړه په پراخه کچه لیکنې وکړې. همدارنګه ابن سینا(Avicenna) د تقطیر په وسیله له ګلانو څخه د خوشبویه موادو او غوړیو د استخراج لارې چارې وړاندې کړې؛ د بېلګې په توګه د ګلاب اوبه، چې وروسته یې پراخ شهرت وموند.
عربانو همدارنګه پراخې سوداګریزې شبکې رامنځته کړې، چې له لارې یې عطر او د عطرو د جوړولو پوهه اروپا ته، په ځانګړې توګه د هسپانیې له لارې، خپره شوه.
دا پرمختګونه د هغو تقطیري تخنیکونو پر بنسټ ولاړ وو چې عربو او مسلمانو پوهانو پراخ او پرمختللي کړل. عربانو د انبیق د تقطیر وسیله هم لا بشپړه کړه، چې په پایله کې یې د عطرو، درملو او الکولو د تقطیر بهیر لا اغېزمن او پرمختللی شو.

روغتونونه او طب
عربان د منظمو روغتونونو په جوړولو کې مخکښ وو. دغو روغتونونو ځانګړې څانګې درلودې او پرمختللې طبي کړنلارې او طریقې پکې عملي کېدې. په دې روغتونونو کې طبي سوابق او ریکارډونه په ډېر منظم او سیستماتیک ډول ساتل کېدل، او د ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره هم ځانګړې لارې چارې کارېدې. دغو پرمختګونو پر معاصر طب ژور اغېز کړی دی.
د طب له نورو بنسټیزو برخو څخه یوه بصریات(Optics؛ د رڼا او لید علم) دي. ابن الهيثم(الحسن ابن الهيثم/ Ibn al-Haytham) د رڼا، لید او تیاره خونې(Camera Obscura) په برخه کې د خپلو بنسټیزو او انقلابي څېړنو له امله د معاصرو بصریاتو پلار ګڼل کېږي.
همدا راز، د جراحۍ وسایل هم د پام وړ دي، چې د ډېرو نومونه یې لا هم عربي ریښې لري؛ ځکه عربي او مسلمانو طبیبانو، لکه الزهراوي(Al-Zahrawi)، ګڼ جراحي وسایل او تخنیکونه رامنځته او پرمختللي کړل. د دوی دغو نوښتونو وروسته د اروپا د طب او جراحۍ پر پرمختګ هم څرګند اغېز وکړ.

موسیقي او ژرندې
عربي انجنیرانو د بادي ژرندو لومړنۍ بڼې رامنځته او پرمختللې کړې، چې د اوبو لګولو او د غلو دانو د میده کولو لپاره ترې کار اخیستل کېده. دغو پرمختګونو وروسته د بادي ژرندو پر طرحو او جوړښتونو اغېز وکړ.
د موسیقۍ د تیورۍ او موسیقي وسایلو په برخه کې هم عربانو مهم پرمختګونه وکړل. هغوی د عود(Oud) په څېر موسیقي وسایل پراخ او لا بشپړ کړل او د موسیقۍ د تیورۍ په وده کې یې مهمې علمي ونډې درلودې.
مسلمانانو د خپلو اختراعاتو، نوښتونو او د علم د خپرولو له لارې د بشري پوهې په پرمختګ کې ستره ونډه واخیسته، او د دوی ګڼې علمي او تخنیکي لاسته راوړنې د ډېرو معاصرو علومو او ټکنالوژیو د پرمختګ لپاره پر مهمو بنسټونو بدلې شوې.





























